دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 81972
افغانستان او ناټو په بروکسل کې خبرې پیل کړې
تاند- د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن نن اعلان وکړ چې دې تړون پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د وضعیت د موافقې په اړه خبرې پیل کړي.
له بروکسل څخه د کویت د خبري اژانس د راپور له مخې راسموسن په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«زه د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا سره د ناټو د جګپوړي ملکي استازي سفیر ماوریتس جاکیمس د نن ورځې د خبرو د پیلېدو هرکلی کوم.»
راسموسن په عین حال کې ټینګار وکړ چې د ناټو ځواکونو د وضعیت په اړه موافقه به تر هغو نهايي یا لاسلیک نه شي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک شوې نه وي.
تر دې مخکې هم د ناټو چارواکو ویلي و چې که امریکا له افغانستان سره امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه، ناټو به هم موافقه ونه کړي او د ۲۰۱۴ کال په پای کې به خپل ټول پوځیان او روزونکي له افغانستانه وباسي.
د ناټو او افغانستان موافقه د ایساف د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوي ماموریت ته لار اواروي.
په دې موضوع په ۲۰۱۲ میلادي کال په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې سلا شوې وه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewo8v.jh8zfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته