دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۴۷
د مطلب کود : 82112
یوشمېر کاندیدانو د راتلونکي انتخاباتو په اړه له سروې ګانو سره مخالفت ښودلی
د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو ځیني کاندیدان د یو شمېر رسنیو او ادارو له نظر پوښتنو او سروې ګانو سره مخالفت ښوولی.
د ولسمشرۍ د کاندید ګل اغا شیرزي مرستیال سید حسین عالمي بلخي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې دغه سروې ګانې د انتخاباتو د کمیسیون او د رسنیو د اصولو خلاف کار دی.
نوموړی وايي، دا سروې ګانې سمې نه دي او دوی یې په اړه د انتخاباتي شکایتونو او لوی څارنولی ته شکایتونه لیږلي دي.
د ډیموکراسۍ انټرنیشنل او ITR ادارو په وروستیو سروې ګانو کې ځینې کاندیدان له ځینو نورو مخکښ بلل شوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک مسوولین بیا وايي؛ دوی د هغو نظرپوښتنو ملاتړ کوي، چې معیاري او شفافې وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb58bw.rhb58p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته