کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل:

سهار د رموټ کنټرول ماین په چاودنه کې درې پولیس ټپيان شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 جدی 1392 ساعت 13:40


د کابل د امنیه قومندانۍ چارواکي وایې، نن سهار د رموټ کنټرول ماین په چاودنه کې درې پولیس ټپيان شوي دي.
د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ته وویل، دا پيښه د کابل په شپاړسمه ناحیه کې هغه مهال وشوه، چې پولیس هلته د دوو ځای پر ځای شویو راکټونو د شنډولو لپاره ورغلل:
"کله یې چې غوښتل راکټونه شنډ کړي، نو ځای پر ځای شوی راکټ ته تر رسیدو مخکې هلته یو بل ماین هم ایښودل شوی وو چې؛ له لیرې کنترول کیدی او وچاودید."
ښاغلي ظاهر وویل، چې په دې تړاو یو کس نیول شوی او له هغه څخه څیړنې رواني دي.


د مطلب کود: 82162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82162/سهار-د-رموټ-کنټرول-ماین-په-چاودنه-کې-درې-پولیس-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com