دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 82252
د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه چاودنه شوې
د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه چاودنه شوې چې یو تن په کې وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډيو ته وویل، دا چاودنه نن غرمه د بولدک په بازارکې شوې چې؛ وژل شوی یو ماشوم دی او ټپي هم یو بل ملکی کس دی.
له بلې خوا د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د موټر سايکل بم يوې چاودنې دوه ملکي کسان ټپيان کړي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک ازادي راډيو ته وویل، چاودنه د چاه انجير په سيمه کې پرعامو خلکو یوه چاودنه شوې چې؛ دوه کسان په کې ټپيان دي.
د چاودنې په ځاى کې عيني شاهدان وايي چې؛ د پوليسو يوه رنجر ته څيرمه شوې ده خو زيان يي نه دى ورته اړولى.
تر اوسه د دې چاودنې پړه چاپه غاړه نه ده اخیستې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgxx97.ak9xn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته