کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رویټرز: د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به ملکي مرستې هم کمې شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 جدی 1392 ساعت 20:43


تاند- د ناټو محارب پوځیان د راتلونکي ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه وځي، د دوی له وتلو سره په یو وخت دا پوښتنه راپورته کېږي چې که درست امریکايي پوځیان د راتلونکي کال په پای کې له افغانستانه ووځي، ایا له افغانستان سره د ملیاردونو ډالرو مرستې به دوام وکړي؟
له کلونو راهیسي امریکايي چارواکي په دې خبره ټینګار کوي چې د افغانستان د خلکو ژوند د امریکا او نورو هیوادونو په ملیاردونو ډالرو مرستې ښه شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اوس افغانان د طالبانو د دورې په پرتله شل کاله اوږد عمر کوي، تر اوو ملیون زیات افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي او ښځې د ماشوم د زېږولو په وخت تر پخوا اتیا فیصده لږې مړې کېږي.
خو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو بشپړ وتل دا بریاوې له خطر سره مخامخوي او لویې پرمختیايي پروژې به هم له ګواښ سره مخامخ شي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا، که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، ښايي له افغانستان سره د امریکا ملکي مرستې هم ودرېږي. مګر دا چې د ولسمشر اوباما حکومت له واشنګټن سره امنیتي موافقې ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزی راضي کړای شي څو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د پاتې کېدو امکان برابر شي.
د رویټرز خبري اژانس له مخې، امریکايي چارواکي تقریباً په دې باوري دي چې له افغانستان سره به د امریکا مرستې خورا زیاتې لږې شي. دا مسله د دې سبب کېږي چې د مرستندویانو امنیت ته ستونزې پېښې شي او په لږو پیسو کار وکړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جنګ او سولې د انستیتیوت د پروګرامونو مسوول اندرو وایلدر دې مسلې ته په اشارې رویټرز خبري اژانس ته ویلي:«دا به یو ناورین وي.»
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز تېره میاشت کانګریس ته وویل:
«زما ارزونه دا ده چې نه پوځي قوه، نه مرسته بلکې د مرستو لپاره سیاسي ملاتړ له پوځي حضوره سرچینه اخلي.»
په راند کارپورېشن تحقیقاتي مرکز کې د افغانستان د چارو متخصص سیټ جونز وايي، که له افغان چارواکو سره موافقه وشوه، ډاډه دی چې ځیني دیپلوماتیک عناصر د استخباراتي او تروریستي ضد چارواکو په شمول د مرستندویو ادارو مسوولان غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي.
خو دی په عین حال کې وايي چې دا هم ډېره ممکنه ده چې د امریکا حکومت دومره ستومانه شي چې د عراق په شان له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي.
د ملګروملتو له راپورونو سره سم په وروستیو پنځو کلونو کې له عراقه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی او یوازې سږ کال شاوخوا اته زره تنه په دغه هیواد کې وژل شوي دي.


د مطلب کود: 82287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82287/رویټرز-د-نړیوالو-ځواکونو-له-وتلو-سره-ملکي-مرستې-هم-کمې-شي

آوا
  https://www.avapress.com