کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوباما د امریکا او د افغانستان د جګړې بودجه تصویب کړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 جدی 1392 ساعت 11:03


تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د متحدو ایالتونو بودجه، چې کانګریس تصویب کړې وه، د پنجشنبې په ورځ توشیح یا لاسلیک کړه او په دې ډول د دغه هیواد بودجې قانوني بڼه خپله کړه.
اوباما په داسي حال کې دا بودجه لاسلیک کړه چې په رخصتیو هاوايي ته تللی دی.
ده د امریکا د ملي امنیت د صلاحیتونو د مقررې ستاینه وکړه چې پراساس یې په تروریستي فعالیتونو تورن کسان له ګوانتنامو څخه ژر خپلو هیوادونو ته لېږدول کېږي.
د امریکا د کانګریس د وسله والو خدماتو د کمېټې ريیس بک مک کیون د ګوانتنامو له بندولو سره مخالفت کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې خطرناک تروریستان باید په هوايي هیلو خوشي نه کړای شي.
«مخکې تر دې چې موږ په دې اړه پرېکړه وکړو، ولسمشر باید موږ ته ووايي چې له خطرناکو تروریستانو سره چې محاکمه کېدای نه شي، څه ډول چلند وشي. د هغو کسانو په اړه چې د محاکمې وړ دي او لېږل کېږي کوم ستنډرډونه په پام کې نیول کېږي. د هغو تروریستانو په باب چې تازه نیول کېږي او هغوی چې په افغانستان کې بندیان دي څه سلوک کوئ؟»
د امریکا په بودجه کې، چې په کانګریس کې د دواړو ګوندونو استازو تصویب کړې او ولسمشر توشیح کړې ده، د پوځي لګښتونو لپاره ۵۵۲ ملیارده او سل ملیون ډالره ځانګړي شوي دي.
همداراز له دې پیسو ۸۰ ملیارده او اووه سوه ملیون ډالره په نړۍ په تېره بیا په افغانستان کې د یاغیانو پرضد جګړې ته په پام کې نیول شوي دي.
په دې بودجه کې د امریکا د ۲۰۱۳ میلادي کال ۹۶۷ ملیارد ډالري مصرف په راتلونکي کال کې یو تریلیون اعشاریه صفر ۱۲ او په ۲۰۱۵ کې یو تریلیون اعشاریه صفر ۱۴ په پام کې نیول شوی دی.
دغه راز په راتلونکو لسو کلونو کې د امریکا په بودجه کې ۲۳ ملیارد ډالره کسر کمېږي.


د مطلب کود: 82318

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82318/اوباما-د-امریکا-او-افغانستان-جګړې-بودجه-تصویب-کړه

آوا
  https://www.avapress.com