دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 82424
د لوړو زده کړو وزارت د لوګر د کانکور ازموینه لغوه کړه
تاند- وروسته له دې چې د کانکور په ازموینه کې د لوړو زده کړو د وزارت د مامورینو خیانت څرګند شو، د دغه د لوګر د کانکور ازموینه لغوه اعلان کړه، ویې ویل چې په مناسب وخت کې به د دې ولایت له فد دولسمو ټولګیو له فارغانو څخه بیرته آزموینه واخیستل شي.
لوګر ته د دې وزارت تللی پلاوی وایي، چې د کانکور په دې آزموینه کې د لوګر چارواکو او د ولسي جرګې غړو لاسوهنه کړې ده.
د لوګر والي نیازمحمدامیري وایي؛ د جمعې په ورځ کله چې د لوړو زده وزارت د کانکور د کمیټې پلاوی بېرته کابل ته راستنېده، د اتمې حوزې اړوند د پل سفید په سیمه کې یې د کانکور د ګډونوالو پارچې د مردارو اوبو یوې ویالې ته اچولي دي.
د پنجشنبې په ورځ د دولسمو ټولګیو له څه باندې درې نیم زره فارغانو څخه په پل علم کې آزموینه واخیستل شوه، خو د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د آزموینې پاڼې په مردارو اوبو کې واچولې.
د لوګر محلي چارواکي دا کار د اسلامي او افغاني اصولو خلاف بولي او وایي،عاملان یې باید څارنوالۍ ته معرفي شي.
د لوګر والي نیاز محمد امیري نن وویل چې دا کار یو جنایت دی، ځکه په هغو پارچو کې چې مردارو اوبو ته اچول شوي، د خدای (ج) او د محمد مصطفی (ص) نومونه او د نجونو عکسونه وو.
«په دې باندې زه په خپله ډیر خواشینی یم، که چیرې دوی ته د امتحان پروسه په یوه حوزه کې د منلو وړ نه وای، ښه به وه چې د هغې حوزې امتحان یې کنسل کړی وای، که په مجموع کې ټوله پروسه ورته د منلو وړ نه وه؛ ماته به یې ویلي و چې دا د منلو نه ده، په کار دا وه چې وزارت ته تللي وای او بیا یې ویلي وای چې دا امتحان د منلو وړ نه دی؛ نو دریاب ته د دې پاڼو غورځول زه جرم بولم او دا یو اسلامي او افغاني عمل نه دی.»
لوګر ته د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د کمیټې د تللي پلاوي مشر لطف الله صافي تایید کړه چې د کانکور پاڼې اوبو ته اچولي دي.
د ښاغلي صافي په وینا د ازموینې پرمهال دوی د لوګر د چارواکو او د ولسي جرګې د غړو له خوا تر فشار لاندې وو نو ځکه یې دا کار وکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkkn6.23niidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته