دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 82429
د افغانستان له ۱۹کالو څخه کم عمره کرکټ ټیم له بنګله دیش سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ له نولسو کالو څخه د کم عمره ځوانانو ټیم نن په متحده عربي اماراتو کې د بنګله دېش په وړاندې لوبه کوي.
له نولسو کالو د کم عمره ځوانانو د آسیايي کپ په لړۍ کې افغان ټیم پرون په یوه بېسارې لوبه کې د سریلانکا سیال ځواکمن ټیم ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس "نورمحمد مراد" وايي؛ چې د افغان لوبډله به د دې لوبې په ګټلو سره د اسیايي کپ نیم پایلوبو ته ووځي. دی اټکل کوي چې، د افغان لوبغاړو لپاره به له بنګله دېش سره لوبه د سریلانکا په پرتله آسانه وي.
د ښاغلي مراد په وینا، د افغانستان د ځوانانو ټیم که د دې سیالیو نیم پایلوبې ته ووځي، نو ښايي له هند یا پاکستان سره مخامخ شي.
د سریلانکا په وړاندې له نولسو کالو د کم عمره ځوانانو ټیم دې بریا ته په داسې حال کې رسېږي چې؛ په پام کې ده په نژدې راتلونکي کې څوتنه سریلانکايي روزونکي د افغان لوبغاړو د روزنې لپاره افغانستان ته ولاړ شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcco0q4.2bqii8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته