کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د ۲۲ ولسوالیو مواصلاتي لارې د ډیرې واورې له امله تړل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 جدی 1392 ساعت 15:53


په بدخشان کې د ۲۲ ولسوالیو مواصلاتي لارې د ډیرې واورې د اورښت له امله تړل شوي دي.
د بدخشان د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار ازادي راډيو ته وویل، چې څلور ورځي کیږي دا لارې تړل شوي او د خلکو لپاره یې زیاتې ستونزې جوړې کړي دي.
ښاغلي بیدارهمدا راز وویل، چې د بدخشان په هرې ولسوالۍ کې یې د اضطراري حالاتو کمیټې او د خوراکي موادو زیرمې جوړي کړي څو د اړتیا په صورت کې ورڅخه استفاده وشي.
خود بدخشان د ولایتي شورا رییس عبدالواحد طبیعي ازادي راډیو ته وویل، چې د بدخشان د دوولسو ولسوالیو لارې له یوې میاشتې راهیسې تړل شوي دي.


د مطلب کود: 82557

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82557/په-بدخشان-کې-د-۲۲-ولسوالیو-مواصلاتي-لارې-ډیرې-واورې-له-امله-تړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com