دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 82635
فضل الرحمن: عمران خان د لارو د بندولو لپاره په ډالرو نازول کېږي
تاند- د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، که دوی د ناټو اکمالاتي لار بنده کړې وای نو اوس به د ترهګرۍ ټاپه پرې لګېدلې وه خو د عمران خان پر تحریک انصاف نه یوازې دا ټاپه نه لګېږي بلکې په لکونو ډالرو یې نازوي هم.
مولانا فضل الرحمن د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې له مردان څخه یوه راغلي لس کسیز پلاوي ته وویل:«که موږ د ناټو اکمالاتي لار بنده کړې وای نو اوس به لور ده لوري د ترهګرۍ ټاپې راباندې لګول شوې وای، خو له بلې خوا پر تحریک انصاف ګوند نه یوازې ټاپه نه لګېږي بلکې د ډالرو باران پرې ورېږي.»
مولانا فضل الرحمن زیاته کړه: پر پاکستان د بندیزونو خبرداري مرکزي حکومت ته ورکول کېږي، د تحریک انصاف مشر عمران خان په زغرده ویلي چې د چا لپاره کار کوي.
ده تور ولګاوه چې د تحریک انصاف ګوند حکومت ترلاسه کړي ډالر د این جي او ګانو او مشورتي ادارو له لارې لګوي څو د خلکو ملاتړ په بیه واخلي.
ده دا هم وویل چې د خیبرپښتونخوا خلک به د جنورۍ په دوهمه د احتساب ورځ ولمانځي او د این جي او ګانو د ګوند سیاست به رد کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs0bw.rhb5fp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته