دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 82667
طالبان وايي، په شپږو میاشتو کې یې د امنیتي ځواکونو ۲۴۲ قومندانان وژلي
تاند- وسله والو طالبانو نن، چې د نوي میلادي کال لومړۍ ورځ ده، خپل مقابل لوري ته د اړولو تلفاتو شمېره خپره کړه.
د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي د طالبانو له لوري د افغانستان د امنیتي ځواکونو د قومندانانو د نومونو یو اوږد لیست خپور کړی او ادعا یې کړې چې دا کسان یې په تېرو شپږو میاشتو کې وژلي دي.
قاري یوسف احمدي وايي چې د ۲۰۱۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د حکومت ۲۴۲ قومندانان وژل شوي دي.
طالبانو دا لیست وروسته له دې خپور کړ چې د افغانستان حکومت د بګرام له زندانه د سلګونو طالب بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ.
طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي:« ځیني هغه بې ضمیره او وطن فروش او ډالر خواره افغانان چي د دنیوی او مادي امتیازاتو دلاس ته را وړلو په موخه یې هرڅه په روڼو سترګو وپلورل او د پردیو په امر یې د خپل ولس ویني تویې کړلې د ولس بچیان یې شهیدان کړل او زندانونو ته یې ورواچول او هغه څه یې ورسره وکړل چي ژبه یې له ویلو او قلم یې له لیکلو شرمیږي دا دۍ اوس چی امریکا او متحدینو یې د تیښتې شعار خپل کړی….»
له افغانستان سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د امریکا له لوري د ټاکل شوي ضرب الاجل له پوره کېدو سره په یو وخت د طالبانو ویندوی ټینګار کړی چې دا ډله به د افغانستان د حکومت تر بشپړه سقوطه پوري له جګړې لاس وانخلي:« … لله الحمد ځمکني حقائق د طالبانو د بریابربنډه شاهدی وایي او د هیواد لویشت لویشت یې په وینو ورنګیدله او د دې خاورې پردین مین شازلمي نور هم د مجاهدینو په صفونو کي منظم شول او هوډ یې کړ ی چي نوربه د دې ناولي نظام تر بشپړې ماتې پوري د جهاد او مبارزې سنګر خوندي ساتي.»
په همدې حال کې د افغانستان پر حکومت هم د امریکا او هم په داخل کې د ځینو کړیو له لوري په دې نیوکې شوي چې په سلګونو طالب بندیان یې ولي خوشي کړي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgu397.ak9x34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته