دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۸
د مطلب کود : 82857
طالبان وايي د کابل په حمله کې یې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې
تاند- وسله والو طالبانو په کابل کې د پرون ماښام د حملې مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې د ایساف ځواکونو پر کاروان یې ځانمرګی برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.
ایساف وايي چې د جرمني او ایټالیا سفارتونو ته نژدې په دې برید کې د دوی ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
راپورونه وايي چې له چاودنې وروسته د امبولانسونو او په هوا کې د هیلي کوپترو ږغونه واورېدل شول او په لوډسپېکرونو کې پوځیانو ته د تیارسي اعلان وشو.
طالبان، چې د لوېدیځو پوځي چارواکو په وینا د خپلو حملو د تلفاتو په باب تل مبالغې کوي، ادعا کړې چې بهرنیو پوځیانو ته یې سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.
د کابل په مرکزي برخه کې چاودنه وشوه
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه وايي چې په پلازمېنه کابل کې د دوی اډې ته نژدې چاودنه شوې ده.
Kabul at nightد ايتلافي ځواکونو یوې ویندویې وویل، چاودنه نن ماښام ناوخته د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) او ګڼو سفارتونو ته نژدې د نړیوالو ايتلافي پوځیانو اډې (ایګرز کمپ) ته څېرمه وشوه.
ویندویې وویل چې د چاودنې علت لا نه دی څرګند او په دې اړه څېړنې دوام لري.
دې دا هم وویل چې د چاودنې په نتیجه کې مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.
د یوه بل راپور له مخې تر دې چاودنې مخکې یوه بله چاودنه د ښار په اتمه ناحیه سید نور محمد شاه مېنه کې وشوه چې له کبله یې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کابل پولیسو وویل چې په دواړو چاودنو کې څوک وژل شوي نه دي.
خو لومړۍ چاودنه په اووه بجې او۴۵ دقیقې د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې وشوه.
شاهدان وايي چې دا چاودنه د ايتلافي ځواکونو د اډې په خوله کې د مقناطسي بم وه.
نن په ننګرهار کې شپږ تنو وسله والو طالبانو په ننګرهار کې د افغان او ناټو ځواکونو پر یوې ګډه په برید کې د ناټو یو سرتېری وواژه.
ناټو پوځیانو تایید کړه چې په غنی خېلو کې د دوی پر ګډه اډه په برید کې یو سرتېری وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي وویل:«د سهار شاوخوا اته بجې وې چې یوه ځانمرګي ځان واوزاوه او پنځه نور مخکې تر دې چې چا ته زیان واړوي د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول. د دوی مړي په میدان پراته دي.»
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchq6n6.23nimdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته