دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 82937
کاندیدان دې په انتخاباتو کې د لاس وهنو د مخنیوي لپاره خپله طرح وړاندې کړي
ولسمشر حامد کرزي پرون د جمهوري ریاست له کاندیدانو او د هغو له مرستیالانو وغوښتل چې؛ په انتخاباتو کې د چارواکو د لاس وهنې د مخنیوي لپاره خپلې طرحې حکومت ته وړاندې کړي.
ښاغلي کرزي همدا راز وویل چې؛ افغان امنیتي ځواکونه د وري په شپاړسمه د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتوالي لري.
په ارګ کې د ولسمشرۍ له کاندیدانو او د هغوي له مرستیالانو سره د ولسمشرحامد کرزي په پرونۍ کتنه کې اصلي بحث پر انتخاباتو و.
په داسې حال کې چې کاندیدانو له دې مخکې هم په انتخاباتو کې د دولتي چارواکو د لاس وهنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، ولسمشر کرزي له دوی وغوښتل چې د شفافو او عادلانه انتخاباتو او په هغو کې د چارواکو د لاس وهنو د مخنیوي لپاره خپله ګډه طرح د انتخاباتو د کمیسیون له لارې په لیکلې بڼه جمهوري ریاست ته واستوي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفترپه یوه بیان کې وايي، ښاغلي کرزي په دې غونډه کې چې د ولسمشرۍ پرکاندیدانو او د هغو پر مرستیالانو سربیره د انتخاباتو د دواړو خپلواکو کمیسیونونو مشران او امنیتي چارواکي هم په کې حاضر و، د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، د ده د ژوند تر ټولو ښه ورځ به هغه وي چې؛ انتخابات په ښه توګه ترسره او د هېواد چارې په بریالیتوب سره نوی ولسمشر ته وسپارل شي.
د جمهوري ریاست بیان زیاتوي، د ولسمشرۍ یوولسو کاندیدانو هم ښاغلي کرزي ته خپلې اندېښنې او نظریات بیان کړل.
کاندیدانو د امن په شرایطو کې د رڼو انتخاباتو د ترسره کېدو او په دې جریان کې د دولتي چارواکو پر بې طرفۍ ټینګار وکړ.
دوي همدا راز زیاته کړه چې؛ د جمهوري ریاست د کاندیدانو کمپاین باید په یوه اخلاقي حریم کې دننه ترسره شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مشرانو غونډې ته ډاډ ورکړ چې؛ د شفافو اوعادلانه انتخاباتو لپاره به په بې طرفۍ سره کار وکړي.
ولسمشرحامد کرزي همدا راز وویل، افغان امنیتي ځواکونه د را روانو انتخاباتو لپاره بشپړ چمتوالي لري.
د جمهوري ریاست د بیان له مخې افغان ولسمشر له امنیتي چارواکو سره خپلې مخکینۍ کتنې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په پرونۍ غونډه کې د دفاع وزارت چارواکو او جنرالانو ده ته ډاډ ورکړی چې افغان امنیتي ځواکونه د انتخاباتو امنیت په ښه ډول ټینګولای شي.
جمهوري ریاست په یوه جلا بیان کې وايي، ولسمشر کرزي د دفاع وزارت او ستر درستیز له مسوولو قوماندانانو سره په کتنه کې د ملي اردو د پیاوړتیا او د انتخاباتو د امنیت په اړه خبرې وکړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguy97.ak9xw4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته