دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 83005
دسیکا له مسوولینو سره د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مشرتابه لېدنه
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشرتابه د ثبات د ټینګښت برنامې یا سیکا د څلورو زونونو له مسوولینو سره په لیدنه کې، د دې برنامې په چوکاټ د کیدونکو فعالیتونو پر همغږۍ او لا ډېر موثریت ټینګار وکړ. د دې لېدنې هدف دا و، چې د ثبات د ټینګښت د برنامې فعالیتونه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له مهمو لومړیتوبونو سره همغږي شي.
په لېدنه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لوري، د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي، د بشري سرچینو لوی رییس عزیز الله قاضي خېل، د سیمه ییزو برنامو انسجام رییس ناصر فګار د پلان او پالیسۍ رییس عبد المتقدر ناصري، ظرفیت لوړولو او ادارې د انکشاف رییس منوچهر ملک زاده او ویاند تواب غورځنګ ګډون درلود.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین دکتور فرید ماموندزي د ثبات د ټینګښت برنامه په سیمه ییزه کچه د افغان حکومت مهمه برنامه وبلله. نوموړي وویل، د ثبات د ټینګښت برنامې په چوکاټ کې یو شمېر د پام وړ کارونه شوي دي، خو د فعالیتونو د همغږۍ لپاره یې لا ډېرو تلاشونو ته اړتیا لیدل کېږي. د ښاغلي ماموندزي په خبره د عمومي باور تامین د ثبات د ټینګښت اساسي اصل دی او دا باور هغه وخت رامنځته کېږي، چې په سیمه ییزه کچه د حکومتوالۍ د خدماتو د عرضه کولو بهیر بهتر شي.
ماموندزي وویل، چې د ثبات د ټینګښت برنامې د فعالیتونو د همغږۍ او څارلو لپاره به د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رییسانو کمېټه رامنځته کړي او دا کمېټه به په سیمه ییزه کچه د نورو برنامو د څارلو او ارزبابۍ دنده هم ولري.
وروسته د ثبات د ټینګښت برنامې مسوولینو د افغانستان په څلورو زونونو کې د خپلو فعالیتونو پرېزېنټېشنونه وړاندې کړل او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د رییسانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. د ثبات د ټینګښت برنامې مسوولینو ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لومړیتوبونو ته اساسي پاملرنه کوي.
د ثبات د ټینګښت برنامه د متحدو ایالتونو د دنړېوالې پراختیا ادارې په مالي مرسته، د افغانستان ختیځ، جنوب، شمال ختیځ او لویدیځو زونونو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت سره ګډ کار کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkz0j.yt0sz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته