کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنۍ سمبالتيا د پيغام رسونې مډل په عامې روغتيا وزارت کې پرانيستل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 جدی 1392 ساعت 19:30


 د کورنۍ سمبالتيا د پيغام رسونې مډل چې د زيږونونو ترمنځ د واټن د راوستلو ټول هغه ميتودونه يې دعامه پوهاوي لپاره په څرګنده توګه ښودلي، نن دعامې روغتيا وزيرې لخوا پرانيستل شو.
د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت دعامې ورغتيا وزيرې ډاکټرې ثريا دليل ددغه مډل د پرانيستو څخه دمخه په يوه خبري ناسته کې د کورنۍ سمبالتيا او د زيږونونو ترمنځ د واټن د راوستلو د اهميت په باب خبرې وکړې او د زيږونونو ترمنځ د واټن راوستل يې نه يوازې د روغتيا له پلوه، بلکه د اقتصادي او ټولنيز سوکالتيا له پلوه يې هم د اهميت وړ وباله.
عامې روغتيا وزيرې زياته کړه: « په داسې حال کې چې د ميندو او ماشومانو د مړينې کمښت دعامې روغتيا وزارت لپاره يو مهم او لوی هدف دی، هداراز د افغانستان حکومت لپاره هم يو لوی پراختيايي هدف شميرل کيږي».
ډاکټرې دليل، د روغتيايي پرسونل روزنه او ګمارنه، د ولادي بيړنې خدمتونه او د زيږونونو ترمنځ د واټن راوستل يې د عامې روغتيا وزارت درې مهمې کړنلارې د ميندو او نويو زيږيدلي ماشومانو دمړينې د کچې په کمښت کې وبللې او زياته يې کړه چې روغمنه ماشومان، يوه روغمنه کورنۍ جوړوي او روغمنه کورنۍ د يوې روغمنې ټولنې اساس تشکيلوي.
دعامې روغتيا وزيرې په وينا، په افغانستان کې په کال کې د وکړو زياتوالی، دوه عشاريه څلور سلنه دی، او که چيرې د وکړو زياتوالی په همدې توګه دوام ومومي، احصايوي او علمي وړاند وينې دا ښيي چې په راتلونکي ۲۸ کلنو کې، يعنې د لمريز ۱۴۲۰ کاله پورې به د افغانسان وکړي دوه برابره شي.
ډاکترې دليل همداشان وويل چې په افغانستان کې د اميندوارۍ کچه د ميندو پر نيزد، پنځه عشاريه يو سلنه اټکل شوی چې دغه کچه نږدې ۱۲ کاله دمخه شپږ عشاريه دوه سلنه وه چې اوس مهال د تيرو کلنو په نسبت کمه شوې خوه د سيمې هيوادو په پرتله لاهم لوړه ده.
عامې روغتيا وزيرې زياته کړه چې ۹۰ سلنه ښځې او خاوندان په افغانستان کې له نيکه مرغه د کورنۍ سمبالتيا او د زيږونونو ترمنځ د واټن راوستلو د ميتودونو په اړه معلومات لري خو يوازې ۲۰ سلنه يې له دغو ميتودونو څخه استفاده کوي.


د مطلب کود: 83171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/83171/کورنۍ-سمبالتيا-د-پيغام-رسونې-مډل-په-عامې-روغتيا-وزارت-کې-پرانيستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com