دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 83189
سیګار: بانکي سکتور د یو بل مالي بحران له خطر سره مخ دی
په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مفتش اداره ( سیګار) وايي، په افغانستان کې بانکي سیکتوراوس هم بې ثباته دی او د یو بل مالي بحران له خطر سره مخ دی.
د افغانستان بانک په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د بانکدارۍ په سیستم کې د ثبات د رامنځ کولو لپاره یو وار بیا منظم فعالیت پیل کړ او په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې پر دولتي بانکونو سربیره څو خصوصي او بهرنیو بانکونو هم فعالیت پیل کړ.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د مفتش ادارې یا سیګار د چارشنبې په ورځ په یو مفصل راپور کې د افغانستان په بانکي سیکتورکې ځینې ستونزې په ګوته کړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د مفتش اداره یا سیګار وايي، د افغانستان بانک په نوم د دې هېواد مرکزي بانک د تجارتي بانکونو د فعالیت د تنظیمولو لپاره کافي ظرفیت نه لري.
د دې راپور په وینا په افغانستان کې د بانک دارۍ سکتور زیان منونکې دی او د پیاوړتیا لپاره یې د مرکزي بانک له خوا نویو مقرارتو ته اړتیا ده.
راپور وايي، د افغانستان د تجارتي بانکونو په اړه په قانوني څیړنو کې څرګنده شوې ده چې؛ په ډیرو برخوکې لکه: اداري سیستم، فعالیت، د پرسونل ظرفیت، داخلي څارنې، حساب دارۍ، د پورونو تحلیل او تجزیې او د قانون د پلي کولو په برخو کې ډیرې نیمګړتیاوې لري.
سیګار وايي، د څارنې او تفتیش په برخه کې د افغانستان بانک محدویتونه او ناتواني د دې سبب شوې ده چې دا نیمګړتیاوې سمې نه شي چې په نتیجه کې په افغانستان کې د یو بل بانکي بحران د رامنځ ته کېدو خطر زیات شوی دی.

د دې راپور په وینا له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې چې ولسمشرکرزي د افغانستان مرکزي بانک کې د بهرنیو سلاکارانو فعالیت منع کړ، د امریکا نړېوالې پراختیايي ادارې یا ( USAID) د امریکا د خزانې وزارت او د دې هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د افغانستان مرکزي بانک سره کومه تخنیکې مرسته نه ده کړې.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مفتش راپور وايي، په افغانستان کې بانکي سیکتورله تخنیکې او مسلکي پلوه مرستې ته اړتیا لري، څو وکولای شي په سمه توګه د بانکي چارو د پرمخ بیولو لپاره ضروري مقرارت پرځای او بهتره کړي.

دا اداره وايي، د امریکا نړېوالې پراختیايي ادارې او د دې هېواد د خزانې وزارت په دې برخه کې د مرستې چمتوالی ښودلی دی، خو د دوي د مرستې له وړاندیز سره داسې شرایط یوځای وو چې د ولسمشر کرزي حکومت ته د منلو نه وو.

د دې ادارې د راپور په وینا د نړېوالو ادارو له خوا هم په دې برخه کې تخنیکې مرستې کمې شوې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مفتش راپور وايي:

د کابل بانک له بحران وروسته، د نړېوالو بانک او یا د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته ورته ادارې د افغانستان د مرکزي بانک سره د ظرفیتونو په لوړولو کې د همکارۍ لپاره مهمې سرچېنې ګڼل کېدې. خو د سیګار په وینا نړېوال بانک ویلي دي چې په دې برخه کې خپل یو پروګرام لغوه کوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکايي مفتش دفتر یا سیګار همدارنګه نا امنۍ هم هغه یو سبب بللی دی چې په افغانستان کې یې د نړیوالو ادارو کارونه ټکني کړې او دې هم پر بانکې سیکتور اغیزې کړی چې د راپور په وینا د کابل بانک پخواني مالي بحران ته ورته د یو بل بانکي بحران د رامنځ ته کېدو خطر یې زیات کړی دی.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو خرابۍ ته په کتنه سیګار نه دی غوښتی چې په دې برخه کې کوم مشخص پیشنهاد وکړي څو وضعه بدلون ومومي.

خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مفتش ادارې ویلي دي، په افغانستان کې د بانکي سیکتور خرابې وضعې او د دې هېواد له ثبات سره یې اړیکې ته په کتو به دا اداره په افغانستان کې د بانکي سکتور پر وضیعت څارنې ته دوام ورکړي.

د افغانستان بانک په ۲۰۰۳ م کال کې د بانک دارۍ په سیستم کې د ثبات د رامنځ کولو لپاره یو وار بیا منظم فعالیت پیل کړ.

هغه مهال افغانستان دوه دولتي تجارتي بانکونه او څلور نور دولتي بانکونه د ځانګړو پراختیايي اهدافو لپاره لرل، خو د تیرو څو کلونو په موده کې په افغانستان کې بانکي سکتور پراخه شو او دا مهال په دې هېواد کې نهه خصوصي تجارتي بانکونه او درې دولتي تجارتي بانکونه فعالیت کوي.

پر دې سربیره څلور بهرني تجارتي بانکونه هم افغانستان کې فعالیت کوي او دا ټول په ګډه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له څلور سوو څخه زیاتې څانګې لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyq97.ak9w74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته