کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس حامدکرزي او د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس محمود عباس ټلیفوني خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 جدی 1392 ساعت 18:32


د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس محمود عباس، تېره شپه د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره د یوې ټلیفونې اړیکې په ترڅ کې خبرې وکړې.
په دغو ټلیفوني خبروکې جمهوررئیس کرزي د خپلې مخکینۍ بلنې په دوام یو ځل بیا ښاغلي محمود عباس ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب فرصت کې له افغانستان څخه لیدنه وکړي او افغان ولس ته د ده د میلمه پالنې ویاړ ور وبښي.
د هېواد جمهوررئیس وویل چې د افغانستان خلک د فلسطین د ویاړلي او مقاوم ملت په غم او ښادۍ کې ځان شریک بولي او د فلسطین د خلکو د برحقې مبارزې ملاتړ کوي.
په دغو ټلیفوني خبروکې د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس محمود عباس د مننې په ترڅ کې د افغانستان د جمهوررئیس دغه بلنه ومنله، وې ویل چې دی به په راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.
ښاغلي عباس همدا راز افغان ولس ته د نیکمرغۍ او په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت هیله وکړه


د مطلب کود: 83233

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/83233/جمهوررئیس-حامدکرزي-او-د-فلسطین-خپلواکې-ادارې-رئیس-محمود-عباس-ټلیفوني-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com