دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 83233
جمهوررئیس حامدکرزي او د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس محمود عباس ټلیفوني خبرې وکړې
د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس محمود عباس، تېره شپه د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره د یوې ټلیفونې اړیکې په ترڅ کې خبرې وکړې.
په دغو ټلیفوني خبروکې جمهوررئیس کرزي د خپلې مخکینۍ بلنې په دوام یو ځل بیا ښاغلي محمود عباس ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب فرصت کې له افغانستان څخه لیدنه وکړي او افغان ولس ته د ده د میلمه پالنې ویاړ ور وبښي.
د هېواد جمهوررئیس وویل چې د افغانستان خلک د فلسطین د ویاړلي او مقاوم ملت په غم او ښادۍ کې ځان شریک بولي او د فلسطین د خلکو د برحقې مبارزې ملاتړ کوي.
په دغو ټلیفوني خبروکې د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس محمود عباس د مننې په ترڅ کې د افغانستان د جمهوررئیس دغه بلنه ومنله، وې ویل چې دی به په راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.
ښاغلي عباس همدا راز افغان ولس ته د نیکمرغۍ او په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت هیله وکړه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwx97.ak9ww4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته