دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 83278
د افغانستان، پاکستان او ترکېې درې اړخیزه غونډه به په ترکیه کې جوړه شي
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي او د پاکستان صدراعظم میا نواز شریف پرون ماښام ټلیفوني خبرې وکړې.
په دغو ټلیفوني خبروکې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو او د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د درې اړخیزو ناستو او مذاکرو د دوام په باب بحث او خبرې اترې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس او د پاکستان صدراعظم موافقه وکړه چې نوموړې ناستې دې په نیږدې راتلونکې کې د ترکیې په پلازمېنه د انقرې په ښار کې جوړې شي
.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfc0dc.w6dmeaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته