دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۰
د مطلب کود : 83324
د افغانستان بانک د بانکي سکتور د بحران په اړه د "سګار" راپور رد کو
د افغانستان بانک یو ځل بیا د افغانستا ن د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې (سیګار) هغه وروستۍ راپور رد کړی؛ چې وا یي، د دغه هېواد بانکي سکتور د بحران له خطر سره مخامخ دی.
د افغانستان بانک مشر نور الله دلاوري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ دغه راپور له دوی سره نه وو همغږی شوی او په هیڅ صورت دوی ته د منلو نه دی.
سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې؛ د افغانستا ن بانک په دغه هېواد کې د تجارتي بانکونو د فعالیتونو د تنظیم لپاره کافي طرفیت نه لري.
خو د افغانستان بانک چارواکي وایي؛ دغه اداره د افغانستان د بانکي مسایلو د ارزیابۍ صلاحیت نه لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkxn6.23nxidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته