دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۲۰
د مطلب کود : 83405
هندي لرغونپوهان د بودا د مجسمو د بیارغولو امکانات څېړي
تاند- ټاکل شوې ده چې د هندي لرغونپوهانو یو پلاوی د بامیان د بودا د مجسمو د ترمیم لپاره ژر افغانستان ته راشي.
دا مجسمې صلصال او شمامه نومېدې. صلصال ۵۵ متره او شمامه ۳۳ متره لوړوالی درلود.
د بودا مجسمې، چې څه کم دوه زره کاله پخوا جوړې شوې وې او نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ مهم لرغوني اثار بلل کېدې، د ۱۳۷۹ لمریز کال د کب په شلمه د طالبانو له لوري په چاودېدونکو موادو ویجاړې شوې.
ټاکل شوې ده چې هندي پلاوی د مجسمو ځای او د مجسمو پاتې شوني له نژدې وګوري او بیا د هغو د بېرته جوړولو د امکان په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي.
پنځه کاله پخوا یوه جرمني لرغونپوه ایکوموس د صلصال او شمامې پنځه زره ټوَټې وپېژندلې. د ځینو ټوټو وزن له ۹۰ تر ۱۰۰ ټنه پوري ښودل شوی دی.
ده د مجسمو د ځای پر کلکولو کار وکړ او درې ملیون ډالره ولګول.
تر دې مخکې جاپانیانو هم د دغو مجسمو پر ترمیم غور کړی و خو د ملګروملتو یونسکو او ځینو نورو لرغونپوهانو د صلصال او شمامې د بېرته جوړولو وړاندیز خوښ نه کړ. د دوی په نظر که دا مجسمې بېرته ورغول شي هماغه لرغونی ارزښت نه شي ترلاسه کولی.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د بودا د مجسمو له بیارغولو سره مخالفت کړی و او ویلي یې و چې که دا بېرته جوړې شي خپل لرغونی ارزښت به له لاسه ورکړي.
جاپان د دغو مجسمو په بیا جوړولو د ۱۰۰ ملیون ډالره مرستې ژمنه کړې ده.
خو ځیني نور بیا وايي چې لوېدیځوال په دې خاطر د دغو مجسمو ترمیم ته زړه نه ښه کوي چې د افغانستان له تاریخ سره دا بوږنوونکی جنایت د خلکو له ذهنونو ونه وځي.
خو له دې سره سره ویل کېږي چې راتلونکی (۱۳۹۳) کال به یونسکو د بودا مجسمو د بیا جوړولو کار پیل کړي.
د یونسکو، جاپان، فرانسې او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په ۱۳۸۶ لمریز کال په برلین کې د بودا د مجسمو په کنفرانس کې اعلان وکړ چې که د دواړو مجسمو په سلو کې ۵۰ روغې پاتې وي، نو ترمیم دې شي.
دوی د کوچنۍ مجسمې بیارغول ممکن بولي خو د لویې په اړه شکمن دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchmkn6.23nxvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته