دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 83504
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نیکمرغه میلاد په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس پیغام
د اسلام د نازولي پیغمبر حضرت محمد (ص) د بختور میلاد په مناسبت خپلو هېوادوالو او د نورې نړۍ مسلمانانو ته مبارکۍ وړاندې کوم. د میلاد النبي (ص) د نیکمرغه جشن برکت دې تل زموږ ټولو د سر سیوری وي.
د اسلام د مقدس دین د محبوب پیشوا حضرت محمد مصطفی (ص) د مسعود میلاد ورځ، د عالم بشریت په تاریخ کې له بختورو او برکته ډکو ورځو څخه ګڼل کیږي. په دې ورځ له ګمراهیو او ضلالته د بشریت د نجات لپاره خاتم الانبیا‌ء حضرت محمد (ص) نړۍ ته سترګې غړولي دي.
نړۍ ته د دوی رالیږل له انسانانو سره د خدای (ج) لوی احسان دی او الله تعالی بشریت ته د هغوی له جنسه داسې پیغمبر ور واستاوه چې د ژوند په ټولو چارو کې د لارښوونې صلاحیت الله (ج) وربخښلی و.
حضرت محمد مصطفی (ص) ته څښتن تعالی له بدمرغیو، جهالت او د ناپوهۍ له تیارو د انسان د ژغورلو؛ د اجتماعي عدالت او د انسان د روحي آرامش د تامین او د بشر د اخلاقي روزنې ستر رسالت ورسپارلی و او آنحضرت (ص) دا رسالت په کامل امانت او بري سرته ورساوه؛ د دې رسالت د پوره کیدو په لار کې يې هر راز کړاوونه او تکالیف په خورا حوصله او زغم وګالل او بشریت يې د اسلام د مقدس دین په انوارو منور کړ.
اسلامي علما او د نړۍ ټول اسلام پوهان په دې عقیده دي چې د نبي کریم (ص) ویاړلی شخصیت د بهترینو صفاتو او عالي خصایصو څښتن و او د بشریت د لارښوونې په لاره کې يې هڅې بې مثاله، ارشادات، خبرې او نظریات یې ستر ارزښت لري.
د لوی څښتن دربار ته دا خواست کوو چې الله تعالی دې زموږ ټول اعمال، تل پر اسلامي ارکانو، تعالیمو او دحضرت محمد (ص) پر لارښوونو برابر لري او د سرور کاینات د بختور میلاد په فضیلت دې زموږ هېواد له هر ډول بلاوو او آفاتو وژغوري او د دې وطن فرد فرد ته دې الله تعالی توفیق عنایت وفرمايي چې خلکو ته د خدمت له لارې خپل هېواد سمسور او بسیا کاندي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkmn6.23nxvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته