دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 83609
د ملګرو ملتونو د یو نسیار ادارې د میدان وردګو ولایت د کډوالو سره د زیاتې مرستې ژمنه وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یونسیار ادارې د مرکزي زون مسؤلې اغلې میرې هیلن د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره د لیدنې پرمهال ژمنه وکړه،چې د دغه ولایت له کډوالو سره به بیړنۍ او زیاتې مرستي ترسره کړي.
دغه لیدنه،چې نن (چهارشنبه) د ولایت په مقام کې ترسره شوه،د یونسیار د مرکزي زون مسؤلې اغلې میرې هیلن وویل: د دې لیدنې څخه یې موخه داده،ترڅو وپوهیږي،چې په میدان وردګو ولایت کې د کډوالو په برخه کې کومو مرستو ته اړتیا ده .
د دې په وینا: ادارې پرېکړه کړې،چې د میدان وردګو ولایت د کډوالو ټولو غوښتنه ته به مثبت ځواب وایي او هغه مرستې،چې د دوی په توان کې دي،د دغه ولایت له کډوالو سره به یې ترسره کړي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: د دغه ولایت نولس زره پنځه سوه کډوال له نورو هېوادونو څخه راستانه شوي او همدا راز د بېلابېلو دلایلو له امله درې زره یو سلو یو پنځوس کورنۍ له ولسوالیو څخه مرکز میدان ښار او کابل ته کډوال شوي دي.
هغه زیاته کړه،دغه کډوالو ته په دغه ولایت کې پنځه ښار ګوټې،چې دوه یې په مرکز میدان ښار او درې نور یې په جلریز،نرخ او مرکزي بهسودو ولسوالیو کې دي،منظور کړي دي،چې په وینا یې اوس مهال دوه ښارګوټې،چې یو یې په مرکز او یو یې په نرخ ولسوالۍ کې دی،د دوه زره پنځه سوه کډوالو په شاوخوا کې ورته د استوګنې زمینه برابره شوې او د پاتې نورو د جوړولو چارې هم تر کار لاندي دي.
نوموړی زیاته کړه،سره له دې،چې د دغه ولایت کډوالو ته ځینې مرستې رسیدلي،خو دوی ته د پاتې ښارګوټو جوړول،په ښار ګوټو کې د اوبو زمینه برابرول،د ژمې په رارسیدو سره دوی ته ژمني توکې ورکول او یو شمېر نور هغه څه دي،چې لا هم د میدان وردګو ولایت کډوال یې مرستې ته اړتیا لري.
د یو نسیار د مرکزي زون مسؤلې اغلې میري هیلن ژمنه وکړه،چې د دغه ولایت د کډوالو ټولو ستونزې به ډېر ژر له مرکزي عمومي ادارې سره شریک او د حل لارې چارې به ورته ترسره کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn90j.yt0sz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته