د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایې په کاپیسا ولایت کې یې دوه پایې توغندي ویشتونکي دستګاوې نیولي دي.
د دغه ریاست له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي چې د بي ام دولس توغندیو دغه دستګاوې د کاپیسا په کوهستان ولسوالۍ کې ترلاسه شوي.
په اعلامیه کې راغلي چې وسله والو مخالفینو نیت درلود له دغې سیمي څخه د بګرام هوایې ډګر او نورې دولتي ادارې په نښه کړي .