دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 83792
د هلمند په مارجه ولسوالۍ دوه تنه ماین ښخوونکي نیول شوي دي
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې؛ د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یې دوه تنه ماین ښخوونکي نیولي دي.
د هلمند د مارجې ولسوال "محمد شفیع سوله مل" آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغه کسان ملا عبدالقیوم او ملا صالح محمد نومیږي چې؛ تېره ورځ ناوخته له ماینونو سره یو ځای ونیول شول.
په دې هکله تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgxu97.ak9wy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته