دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 84094
د امریکا کانګرس له افغانستان سره ملکي مرستې پنځوس په سلو کې کمې کړې
تاند: د امریک کانګرس نن پریکړه وکړه چې له افغانستان سره دې ملکي پراختیایي مرستې د تیر کال په پرتله پنځوس په سلو کې کمې شي.
د باراک اباما حکومت په سږنۍ بودیجه کې دافغانستان د پراختیا لپاره یو اعشاریه دولس میلیارد ډالره وړاندیز کړي وو خو کانګرس ېې یوازې پنځوس په سلو کې تصویب کړل.
د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي حاضردمه د دې لایحې د جزییاتو په څیړنه لګیا دي چې د پراختیايي مرستو لپاره نورې لارې ولټوي.
هغوي ویلي دي په داسې لارو غور کوي چې د تیرو کلونو له نه لګول شوې بودجې استفاده کولاي شي که څڼګه؟
د امریکا د پراختیايي مرستو د نړیوالې ادارې یوه چارواکي چې د نوم له اخیستلو ېې ډډه کوله رویټر اژانس ته ویلي دي په داسې حال کې چې له افغانستان سره دملکي مرستو عمومي بودیجه کمه شوې خو دغې لایحې لا کوم حد او سقف د دغو مرستو لپاره نه ده ټاکلي.
هغه ویلي دي لا نه ده معلومه چې په دوزره څوارلسم کال کې به په ملکي برخه کې له افغانستان سره څومره مرسته وشي خو په راتلونکو میاشتو کې به دغه اندازه مشخصه شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc0xq4.2bq0o8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته