کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نیویارک ټایمز: له افغانستانه د وتلو په صورت کې د پاکستان عملیات له خطر سره مخامخ کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 دلو 1392 ساعت 21:53


تاند- نیویارک ټایمز وايي، که امریکا له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي نو د امریکا استخباراتي ادارې به هغه اډې له لاسه ورکړي چې په پاکستان کې یې د هوايي بریدونو او په سیمه کې د اتومي کړکېچ د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره کاروي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول ویلي، که ولسمشر بارک اوباما د روان کال تر پایه له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان وباسي، سي آی اې به مجبوره شي چې د خپلو بې پېلوټه الوتکو ټولې اډې بندې کړي ځکه چې بیا دا اډو امنیت ساتلی نه شي.
په راپور کې همداراز ویل شوي:«د پوځیانو د ایستلو مانا دا ده چې د امریکا متحد ایالتونه به په پاکستان او هندوستان کې د اتومي موادو او وسلو د راغونډېدو په شان د سیمې کړکېچونو ته ځواب نه شي ویلی.»
د امریکا یوه پخواني استخباراتي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي:«تاسو د افغانستان په تړاو د ولسمشر بارک اوباما د صفر انتخاب (یعني له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو ایستل) د پرېکړې په اړه اورېدلي خو دا مسله په حقیقت کې ډېره د پاکستان له راتلونکې سره تړلې ده.»
په راپور کې همداراز ویل شوي: د استخباراتي ادارو اندېښنه دا ده چې د افغانستان متبادلې تر ټولو نژدې اډې د پاکستان غرنیو سیمو ته د بې پېلوټه الوتکو لپاره خورا لېري دي. په دغو سیمو کې لا هم د القاعده مرکزي قومانده ځای پر ځای ده.
نیویارک ټایمز وايي، د اوباما حکومت د استخاباراتو، پوځ او د پالیسۍ د ماهرانو یوه ډله ګومارلې چې پر دې مسلې غور وکړي.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن /دوشنبه/ په واشنګټن کې د متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر جان کیري سره په کتنه کې د تروریستي ضد عملیاتو په باب خبرې وکړي.


د مطلب کود: 84339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/84339/نیویارک-ټایمز-له-افغانستانه-د-وتلو-په-صورت-کې-پاکستان-عملیات-خطر-سره-مخامخ-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com