کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مستغني: امریکا او پاکستان دې د سولې په اړه خپل دریځونه روښانه کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 دلو 1392 ساعت 18:59


تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نوي ویندوی شکېب مستغني له امریکا او پاکستانه وغوښتل چې له کابل سره ریښتونې همکاري وکړي او د افغانستان د سولې په اړه خپل دریځونه واضح بیان کړي.
شکېب مستغني وروسته له دې د بهرنیو چارو د وزارت د ویندوی په توګه کار پیل کړ چې پخوانی ویندوی، جانان موسي زی، په پاکستان کې سفیر شو.
ښاغلي مستغني نن /یکشنبه/ په کابل کې د خپل کار له پیلولو وروسته په لومړنۍ خبري غونډه کې افغان او بهرنیو خبریالانو ته وویل، امریکا او پاکستان باید په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه خپل دریځونه روښانه کړي.
تر دې مخکې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د سولې کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې بللې وه او په ضمني ډول یې دا دوه هیوادونه د افغانستان د جګړې د دوام سبب او د دولت د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوونکي بللي ول.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د ولسمشر کرزي له لوري د ټاکل شویو شرطونو یادونه وکړه خو په عین حال کې یې وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر امنیتي موافقه خبرې دوام لري.
مستغي دا هم وویل چې افغانستان په سویډن کې سفارت پرانیزي او په دې اړه د بهرنیو چارو وزیر د سویډن له چارواکو سره خبرې کړي دي.
ده د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته د سویډن د لېوالتیا یادونه وکړه، ویې ویل چې په دې اړه هم د دوو هیوادونو ترمنځ خبرې روانې دي.


د مطلب کود: 84651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/84651/مستغني-امریکا-او-پاکستان-دې-د-سولې-په-اړه-خپل-دریځونه-روښانه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com