دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 84756
کرزی وايي، ملا عمر په پاکستان کې اوسي
تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له یوې بریتانیايي اوونیزې سره په مرکه کې وویل، ډاډه دی چې ملا عمر ژوندی او په پاکستان کې دی.
ښاغلي کرزي په دې مرکه کې، چې نن د ولسمشر په انګلیسي ویبپاڼه کې خپره شوې ده، له امریکا سره د خپل حکومت د اړیکو د خرابېدو، امنیتي موافقې، د بګرام د محبس د بندیانو د خلاصون، د جهاد په مهال له سخت دریځو سره د امریکا د ملاتړ، له اوباما او بوش سره د خپلو اړیکو او ګڼو نورو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.
ښاغلي کرزي د سنډې ټایمز اوونیزې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې ملا عمر د پاکستان په خاوره کې اوسي.
ده وویل، پاکستان په خپله ویلي چې پر طالبانو اغېز لري نو چې اغئېز لري باید له خپل اغېز څخه عملاً په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره کار واخلي.
کرزي له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو په اړه خپلو شرطونو ته په اشارې وویل: امریکا باید طالبان خبرو ته راولي. که دوی وايي چې دا کار نه شي کولی باید په پاکستان فشار واچوي او که پاکستان نه شي حاضرولی پکار ده چې دا خبره اعلان کړي چې پر پاکستان یې وس نه رسېږي.
کرزي د امنیتي موافقې په اړه د سنډې ټایمز د خبریال د پوښتنې په ځواب کې تایید کړه چې امنیتي موافقه له انګرېزانو سره د ډیورنډ کرښې ته ورته ده.
ده وویل، افغانستان پخوانیو پاچهانو د موافقو په لاسلیکولو کې له بیړې کار اخیستی و چې د افغانستان لپاره یې ویجاړوونکې پایلې لرلې.«که زه هم تر فشار لاندې نن هماغسي کار وکړم، نه پوهېږم چې عواقب به یې څه وي، نو باید د امنیتي موافقې تر لاسلیکولو مخکې د هغې د پایلو په اړه پوره ډاډه شم. زه قمار نه شم وهلی، نه دا کومه شخصي او د یوه کس پرېکړه ده، دا د ملت پرېکړه ده.»
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-qn6.23nkmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته