کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسین حقاني له پاکستان سره د امریکا د مرستو د بندېدو غوښتنه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 دلو 1392 ساعت 13:55


تاند- په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني وویل چې متحدو ایالتونو د پاکستان په اړه تل ناسم اټکلونه کړي او اوس هغه وخت راغلی چې پر پاکستان مرستې بندې کړي.
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اړه په خپل کتاب کې چې تازه یې لیکلی او چاپ کړی دی او (Magnificent Delusionons) نومېږي، له متحدو ایالتونو څخه غوښتي چې د پاکستان په اړه خپل دریځ بدل کړي.
د حسین حقاني په وینا د امریکا پر مرستو د پاکستان انحصار مخ پر زیاتېدو دی خو په پاکستان کې د اصلاحاتو بهیر مخ په ځوړ روان دی.
ده وویل، امریکا فکرکوي چې که له پاکستان سره پوځي مرسته وکړي نو دا هیواد به ځان خوندي احساس کړي او د هند په وړاندې به سیالۍ ته شا واړوي خو د پاکستان باور دا دی چې د امریکا د مرستو او وسلو په وسیله به د هند په وړاندې مقابله وکړای شي.
حسین حقاني وویل، د امریکا د ملیاردونو ډالرو له مرستې سره سره د پاکستان په پالیسیو او دریځونو کې بدلون نه دی راغلی.


د مطلب کود: 84848

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/84848/حسین-حقاني-له-پاکستان-سره-د-امریکا-مرستو-بندېدو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com