دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۱۰
د مطلب کود : 84886
عثماني وایي، افغان حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د ودې لپاره د مسلکي کدرونو روزنې ته اړتیا لري
د بهرنیو چارو وزیر وایي، افغان حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د ودې لپاره د مسلکي کدرونو روزنې ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثماني دغه څرګندونې نن په کابل کې د ډپلوماسۍ له انسټیټیوټ څخه د څه باندې سلو ډیپلوماټانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
دغو دیپلوماتانو د نهو میاشتو لپاره د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ په انسټیټیوټ کې روزنه لیدلې ده.
له فارغو شويو دیپلوماتانو څخه ۷۱ یې د بهرنیو چارو وزارت او ۳۸ یې د نورو حکومتي ادارو کارکونکي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0wbw.rhbawp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته