دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۵۴
د مطلب کود : 85052
امریکايي قومندان وايي، د امنیتي موافقې په ځای به پر انتخاباتو تمرکز وکړي
تاند- په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو نوي دوهم لوی قومندان نن /شنبه/ وویل، د ده فوري تمرکز به د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو ملاتړ ته وي، نه د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو وروسته د ناټو په مشرۍ د پاتې کېدونکو پوځیانو پر جنګي ماموریت.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې ډګر جنرال مارک میلي نن په کابل کې په یو لړ مراسمو کې ډګر جنرال جوزیف اندرسن ته د نړیوالو امنیت ساتونکو ځواکونو (ایساف) ګډه قومانده وسپارله. د دغه ځواک ماموریت د سږکال (۲۰۱۴) په پای کې بشپړېږي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکېدا ځنډولې ده، دې مسلې، چې د لاسلیک په صورت کې یې د ناټو او امریکا محدود شمېر پوځیان په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تروریستي ضد عملیاتو لپاره پاتې کېږي، په واشنګټن کې د افغان ماموریت پر سر درز رامنځته کړی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، امریکايي قومندانان په افغانستان کې د شاوخوا لس زره پوځیانو پر پاتې کېدو ټینګار کوي خو سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بارک اوباما به تر هغو چې ولسمشر کرزی امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي هیڅ سرتېری په دغه هیواد کې پرې نږدي.

ډګرجنرال اندرسن، چې له دې وروسته به د نړیوال ايتلافي ځواک عملیات او هلې ځلې سمبالوي، تایید کړه چې د امنیتي موافقې په اړه غیریقیني حالت به د دوی په چارو کې څه نا څه خنډ پېښ کړي خو په نهایت کې دا یوه اوږدمهاله مسله ده.

ده همداراز وویل:«اوس- اوس فوري مسله د انتخاباتو ملاتړ، د جګړې د موسم د ژر پیلېدو ده چې ټول دوبی به روانه وي.»

د افغانستان ولسمشر له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو په شرطونو کې یو دا هم ایښی و چې امریکا به د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې لاسوهنه نه کوي.

د امریکايي قومندان دا څرګندونې چې نور به ټول تمرکز د انتخاباتو په ملاتړ کوي، معنا داره ښکاري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchivn6.23nmmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته