کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت د بګرام زندان چارې د کورنیو چارو وزارت ته سپاري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 دلو 1392 ساعت 12:51


افغان حکومت د بګرام زندان چارې د هېواد د نورو زندانونو او توقیف ځایونو په څېر د کورنیوچارو وزارت ته سپاري.
په هغه غونډه کې چې د ولسمشر حامد کرزي په ګډون پرون په ارګ کې جوړه شوه؛ د بګرام زندان په اړه د څېړنې د موظفې کمیټې کار وڅېړل شو.
په غونډه کې د دې کمیټې کار مثبت وبلل شو او یادونه وشوه چې، د بهرنیو ځواکونو له خوا د پوځي عملیاتو، د زندانونو د لرلو د افغانانو د نیولو له ختمېدو سره د بګرام زندان ټول موقت ترتیبات هم لغو اعلانېږي او د ادارې ټولې چارې یې د نورو توقیف ځایونو او زندانونو په څېر د کورنیو چارو وزارت ته سپارل کېږي.
غونډې سپارښتنه وکړه چې، د بګرام زندان د پاتې بندیانو دوسیې هم باید د هېواد د عدلي او قضايي ادارو له خوا وڅېړل شي.


د مطلب کود: 85149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85149/افغان-حکومت-د-بګرام-زندان-چارې-کورنیو-چارو-وزارت-ته-سپاري

آوا
  https://www.avapress.com