دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 85184
صدیقي: د انتخاباتي کمپاینونو د امنیت لپاره ۵۶ پوځي عملیات ترسره شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د جمهوري ریاست انتخاباتي کمپاینونو ته د ښه امنیت د تامین په هدف په بېلابیلو ولایتونو کې ۵۶ واړه او لوی عملیات شوي چې؛ نه اویا وسلوال مخالفین په کې وژل شوي دي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په کابل کې خبریالانوته وویل؛ دغه عملیات ملي پولیسو او د ملي اردو ځواکونو په ګډه کړي دي:
"د انتخاباتو د امنیت د تامین په هدف افغان امنیتي ځواکونو د هېواد په بېلابیلو ولایتونو کې عملیاتي پروګرامونه عملي کړل؛ موږ ږدې ۵۶ عملیاته وکړل چې؛ ټول یې د سیمو د تصفیې، د ګواښونونو د له منځه وړلو اود وسله والو ډلو چې په سیمه کې ځای پرځای شوی و؛ د له منځه وړلو په هدف ترسره شول، د دې عملیاتو په جریان کې ۷۹ وسله وال مخالفین ووژل شول؛ ۴۷ یې د امنیتي ځواکونو له خواونیول شول."
هغه زیاته کړه په دې عملیاتو کې ۱۷۷ حلقې ماینونو او زرګونه ګیلوګرامه چاودېدونکي مواد هم کشف او ترلاسه شوي دي.
ښاغلي صدیقي ډاډ ورکوي چې، د انتخاباتي کمپاینونو د ښه ترسره کولو په خاطربه د دوی عملیات دوام ولري.
د جمهوري ریاست د حمل د میاشتې د شپاړسمې نیټې انتخاباتو کمپاینونونه د دلوې د میاشتې په دیارلسمه نېټه پیل شول.
نوموړی په داسې حال کې د کمپاینونو د امنیت ډاډ ورکوي چې؛ د جمهوري ریاست د یوه کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین مرکز وايي؛ روانه اونۍ یې په سرپل ولایت کې یو کمپاین کوونکی وژل شوی دی.
خو ښاغلي صدیقي وویل، په دې اړه تحقیق روان دی چې د حاجي یاسین وژل شوی کس د کوم کاندید کمپاین غړی و او که بې طرفه قومي مشر.
په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي؛ د رایې ورکولو له هغو ۳۲۳ نویو مرکزونو څخه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یې لست ورسپارلی و؛ یوازې د شپږو امنیت نه شي ټینګیدای:

"درې اونۍ وړاندې د انتخاباتو کمېسیون له خوا د انتخاباتي مرکزونو یونوی لیست چې ۳۲۳ مرکزونه په کې وو؛ موږ ته وسپارل شو، ترڅو موږ یې په امنیتي پروګرامونو کې شامل کړو، له نیکه مرغه دغه مرکزونو په نوی امنیتي پروګرامونو کې شامل کړای شو یواځې له ۳۲۳ مرکزونو څخه به یې شپږو مرکزونه غیر فعاله وي."
هغه زیاته کړه چې، دغه مرکزونه په خیتځ، جنوب او شمالي ولایتونو کې موقعیت لري.
پخوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له خوا د ۶۸۴۵ اننتخاباتي مرکزونو لیست امنیتي ارګانونو ته سپارل شوی و.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې؛ په دې کې هم یوازې د ۴۱۴ مرکزونو امنیت نه شي نیول کېدای.

خو هغه مهال د افغانستان د ملي شورا ځینو غړو وویل چې؛ د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې؛ انتخاباتو ته امنیتي خطرونه کم وښيي او امنیتي ځواکونه ښايي له هغو د رایې ورکولو د ډیرو مرکزونو امنیت ونه شي ساتلای چې د کورنیو چارو وزارت یې یادوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdof0j.yt0kj6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته