دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 85292
افغان دولت د هرات ولایت پر نړېوال هوايي ډګر ۳۹ میلیون ډالر لګوي
د افغانستان دولت غواړي چې نژدې نهه دیرش میلیونه ډالر د هرات پر نړیوال هوایي ډګر ولګوي.
په دې برخه کې په هرات کې د سې شنبې په ورځ د افغانستان مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزارت له سکرتر جنرال مایکل والنسیس سره د اوږدمهاله پور یو تړون لاسلیک کړ.
مایکل والنسیس خبریالانو ته وویل چې؛ دا پروژه یوازې هرات ته نه ټول افغانستان ته اهمیت لري:
"دا یو اوږدمهاله پور دی. شرایط یې ډير ښه دي. د افغانستان دولت د هرات د هوایي ډګر له پراختیا سره دلچسپي لري او دا یوازې د هرات په ګټه نه دی، دا د ټول افغانستان په ګټه دی. موږ ډیر خوشاله یوو چې؛ د افغانستان له خلکو سره مرسته کوو او هوایي ډګر د ټول هېواد د پرمختګ لپاره مهمه وسیله ده."
د هرات د هوایي ډګر د نوې پروژې عملي کار به تر څلورو میاشتو پورې پیل شي. د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به له دې هوایي ډګره نړیوالې الوتنې زیاتې شي.
د هرات له هوایي ډګر څخه نژدې درې میاشتې مخکې نوي ډیلي ته الوتنې پیل شوې.
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdxx0j.yt0kn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته