دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 85319
د بامیان د ښځو چارو رییسه، د حقوقو مدیره او د امن خونو رییسه له دندو لرې کړای شوي
په بامیان کې د ښځو چارو ریاست درې تنه کارکوونکي د ښاري محکمې له خوا له دندو لري کړای شوي دي.
د بامیان د ښځو چارو رییسې فاطمې کاظمي آزادي راډیو ته وویل چې؛ دا او د ښځو چارو ریاست د حقوقو مدیره او د بامیان د امن خونو رییسه د بامیان د ښاري محکمې په امر له دندو لري شوي.
دا وایي چې یوه نولس کلنه نجلۍ چې د امن په خونو کې اوسیده او غوښتل یې په خپله خوښه واده وکړي، دوی یې پلوي کوله او له همدې امله له دندو لري کړي شوي.
خو د بامیان د ښاري محکمې مشر عطاالله تمکین په دې هکله رسنیو ته له څه ویلو ډډه وکړه.
بل خوا د بامیان والي غلام علي وحدت وایي چې؛ د ښځو له حقونو ملاتړ د ښځو چارو د ریاست دنده ده او ښاري محکمه حق نه لري، په دې ډول د دې ریاست کارکوونکې له دندو له لیرې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdns0j.yt0kf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته