دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۳۷
د مطلب کود : 85373
افغانستان د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسون وايي، پر کابل ښاروال د درغلۍ د ترلاسه کړو اسنادو پر بنسټ یې د ده دندې د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
کابل کې ګلستان شینواری پخپل راپور کې کاږي، چې دغه کمېسیون ادعا کوي، یونس نواندېش په کابل ښار کې د ځمکو په غصب کې لاس لري او د ښاروالۍ په یو شمېر پروژو کې یې درغلي کړې ده.
د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسون چارواکي وايي، پر کابل ښاروال محمد یونس نواندېش یې د درغلۍ اسناد څه موده وړاندې د یوې پلټنې په ترڅ کې تر لاسه کړي وو او په اړه یې د ځواب ویلو لپاره نوموړی د دې جرګې عمومي غونډې ته هم ورغوښتل شوی و.
په دغو تورونو کې د دولتي ځمکو ناقانونه وېش، د ځمکو غصب او د ښار په بېلابېلو رغاونیزو چارو کې د درغلۍ قضیې شاملې دي.
د دغه کمېسون د مشر قیس حسن په وینا دا چې کابل ښاروال د ولسي جرګې یادې غونډې ته حاضر نه شو او په دې اړه یې کمېسون ته هم ځواب ور نه کړ، دوی له ولسمشره د نوموړي د دندې د ځنډولو غوښتنه وکړه.
نوموړي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې اوس یې یاد شوي اسناد د فساد ضد ادارې ته استولي چې له هغه ځایه به ولسمشر ته د ګام پورته کولو لپاره وړاندې شي.

خو کابل ښاروال د ولسي جرګې د دغه کمېسون تورونه بې بنسټه بولي.

د ښاغلي نواندېش په وینا دی په هېڅ ډول اداري فساد کې ښکېل نه دی او په وینا یې د یاد شوي کمېسون ځینې غړي له ده غواړي چې د یو شمېر ناقانونه ښارګوټو اسناد قانوني وګرځوي او همداراز د ځینې نورو ناقانونه کارونو د ترسره کولو غوښتنه ترې کوي. 
د مواصلاتو کمېسیون مشر قیس حسن په وینا کابل ښاروال د میرویس مېنې په نامه د ده د ورور د یوه ښارګوټي اسنادو ته اشاره کوي، چې د ښاغلي نواندېش له ښاروال کېدو د مخه له قانوني پړاوونو تېر شوی او په خبره یې کومه ستونزه نه لري.
څو کاله وړاندې هم د میرویس مېنې د ځمکو پر سر د ځایي خلکو او د ښاغلي حسن د ورور ترمنځ لانجه راپورته شوې وه او په ترڅ کې یې سیمه ییزو خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه، چې لانجه یې لا تر اوسه د قضايي ادارو له خوا نه ده اواره شوې.

بې ګناهي 
ښاغلي نواندېش له بي بي سي سره په خبرو کې له قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې پر ده لګول شوي تورونه و ارزوي او د بې ګناهۍ په صورت کې یې د یاد شوي کمېسون غړو سره حساب کتاب وکړي.
ده همداراز وویل، چې د ولسي جرګې یادې شوې استجوابیه غونډې ته د دې لپاره نه ورغلی، چې په وینا یې هغه مهال دی د درملنې لپاره هندوستان ته تللی و.
د مواصلاتو کمېسیون د چارواکو په وینا پر کابل ښاروال د لګول شویو تورونو اسناد به تر راتلونکې یوې اونۍ له فساد ضد ادارې د ولسمشرۍ دفتر ته واستول شي او له هغې وروسته به یې ولسمشر د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdss0j.yt0k56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته