دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۲۲:۲۲
د مطلب کود : 85454
د ناټو سرمنشي د افغانستان له لوري د بندیانو خلاصون وغانده
تاند- د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن نن د ۶۵ بندیانو د خوشي کېدو په اړه د افغانستان د حکومت پرېکړه په دغه هیواد کې د قانون د حاکمیت لپاره یو ګوزار وباله.
ده دا اقدام وغانده، ویې ویل، ظاهراً دا کار د سیاسي محاسبو پر اساس د افغانستان د محکمو له لوري د قضايي مراحلو له بشپړولو پرته شوی دی.
خو د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړنې کمیټه وایي چې د دې بندیانوپه اړه هیڅ ډول جرمي شواهد نه وو موجود.
راسموسن د دې یادونې په ترڅ کې چې د خوشي کړای شويو بندیانو په اړه ادعاوې کېږي چې د افغان ملکیانو، افغان امنیتي ځواکونو او د ایساف پوځیانو په وژنو کې لاس لري، وویل: «اوس جدي امنیتي اندېښنې شته.»
راسموسن زیاته کړه:«له افغان چارواکو غواړم، د دې لپاره چې خوشي شوي بندیان د افغانستان خلکو او د ناټو پوځیانو ته نور ګواښ پېښ نه کړي هر ډول هلې ځلې وکړي.»
په کابل کې د امریکا سفارت هم نن په یوه اعلامیه کې د بګرام له زندانه د پنځه شپیته بندیانو خوشې کیدا د خواشینۍ وړ وبلله.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت د دې بندیانو په هکله موجود اسناد او شواهد سم نه دي څیړلي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت وایي چې د افغان حکومت له خوا د بګرام له زندان څخه په خوشې شویو بندیانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د افغان اوبهرنیوسرتیرو او ملکي افغانانو د وژلو مسوول دي.

په اعلامیه کې یادونه شوې، دا بندیان په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د افغان حکومت اوامریکایی ځواکونوترمنځ د تفاهم لیک پرخلاف خوشې شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان حکومت به د خپلې دې پریکړې د نتایجو مسوولیت په خپله غاړه ولري
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoo0j.yt0kk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته