دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 85495
افغان کرکټ بورډ د اسیايي جام لپاره د لوبغاړو ۱۵ کسیزه ډله اعلان کړه
د افغانستان د کرکټ بورډ منتخب کمیسیون د کرکټ لوبغاړو یو پنځلس کسیزه ډله د آسیايي جام یا Asia Cup لپاره اعلان کړه.
ټاکل شوې چې دا یوه ورځنۍ سیالۍ د فبرورۍ په ۲۵ مه د بنګله دېش په مرکز ډاکا کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بنګله دیش د منتخبو ټیمونو ترمنځ تر سره شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د خبري رسنیو مسوول فرید هوتک د افغانستان د ټیم او سیالیو په اړه آزادي راډیو ته وویل؛ چې لوبغاړو دغې سیالیو ته پوره چمتوالی نیولی دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان ټیم د فبرورۍ په ۲۷ مه د پاکستان له ټیم، د مارچ په لومړۍ نیټه د بنګله دیش، د مارچ په دریمه د سریلانکا او د مارچ په پنځمه د هند له ټیم سره لوبې وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciw5av.t1aw326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته