دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 85521
د افغان کرکټ ۱۹ کلن ټیم نن له بنګله دېش سره سیالۍ کوي
افغانستان د کرکټ نولس کلن ټيم نن په متحده عربي اماراتو کې له بنګله دېش سره سیالي کوي.
دغه پنځوس اوره لوبه پیل شوې او د افغانستان ټيم بیټنګ کوي.
افغانستان به دوې نوري لوبې له آسټرالیا او نامیبیا سره هم وکړي.
تر دې مخکې افغانستان په دوو تمریناتي لوبو کې له ویسټ انډیز سره لوبه وبایلله؛ خو سکاټلنډ ته یې ماتې ورکړه.
دغه راز د افغانستان د کرکټ بورډ منتخب کمیسیون د کرکټ لوبغاړو یو پنځلس کسیزه ډله د آسیايي جام یا Asia Cup لپاره اعلان کړه.
ټاکل شوې چې دا یوه ورځنۍ سیالۍ د فبرورۍ په ۲۵ مه د بنګله دیش په مرکز ډاکا کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بنګله دیش د منتخبو ټیمونو ترمنځ تر سره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizwav.t1awr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته