دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 85522
د امریکا دفاع وزارت وايي، که د بګرام بندیان د جنګ میدان ته لاړ شي، وبه نیول شي
تاند- د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) وايي، که له هغو ۶۵ تنو بندیانو څخه، چې د افغانستان حکومت د بګرام له محبسه خوشي کړل، هر څوک د جګړې میدان ته لاړل، د امریکا پوځ به یې ممکن بېرته ونیسي.
د پینتاګون مطبوعاتي ريیس سمندري افسر جان کیربي د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې دا ۶۵ تنه حاضردمه د امریکا د پوځ لپاره هدف نه دي او نه یې د نیولو هڅه کوي.
کیربي په عین حال کې په دې ټینګار وکړ چې که دا کسان بېرته جګړې ته لاړل او هماغه شان چې د امریکا پوځ ویلي و چې پر امریکايي او افغان پوځیانو بریدونه کوي او پخوا یې هم په بریدونو کې رول درلود، دوی به یې پرضد اقدام وکړي.
د افغانستان حکومت دا ۶۵ تنه بندیان، د امریکا د پوځ او حکومت له سخت مخالفت سره سره د پنجشنبې په ورځ خوشي کړل.
د افغانستان د حکومت له لوري د بګرام د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره ګومارل شوي پلاوي له خپلو تحقیقاتو وروسته وویل چې د بګرام محبس بندیان په ناحقه نیول شوي او باید خوشي شي.
امریکا او د ناټو سرمنشي د دغو کسانو د خلاصون په اړه د افغانستان د حکومت پرېکړه وغندله .
دې مسلې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د حکومت او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو پر سر له مخکې څخه ترینګلې اړیکې نورې هم ترینګلې کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8ieo.uqei8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته