دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 85602
په هرات کې د کانکور ازموینه لغوه شوه

له سیمې نه د ازادی راډیو د خبریال د راپور له مخې دا ازموینه ځکه وانه خیستل شوه چې؛ پوښتنې یې مخکې له مخکې شاګردانو ته رسیدلې وې.
ټاکل شوې وه چې نن په دې ازموینه کې د دولسم ټولګیو اولس زره فارغانو برخه اخیستې وه.
چارواکو د دې ازموینې د لغوه کیدو او د علت د څرګندولو په اړه یې څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د لوګر ولایت د کانکور ازموینه هم د مقاماتو له خوا د نقل او تقلب له امله لغوه شوې وه چې؛ بیا د دویم ځل لپاره واخیستل شوه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcirqav.t1awu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته