دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 85603
په کابل کې له زرګونو کسانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه
نن په کابل کې لس زرو نهه سوو یولسو کسانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید وویل چې؛ په دې کې څلویښت فیصده نجونې دي.
هغه وویل چې، سږ کال د کانکور په ازموینو کې د ګډون لپاره دوه لکه او شپیته زره کسانو کارتونه اخیستي دي.
د ښاغلي عبید په وینا چې له دې ډلې به اوه پنځوس زره کسان په پوهنتونونو کې او پنځوس زره به یې د نیمه عالي زده کړو په موسسو کې جذب شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjtmeo.uqeiyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته