دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 85616
په ننګرهار ولایت کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان د ملي پولیسو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شول
د هېواد ملي پولیسو له  لورې  د ننګرهار ولایت په بټی کوت ولسوالۍ  کې د  يو لړ ځانګړو عملیاتو  په  پایله کې ، ۱۳  تنه  وسله وال طالبان  ووژل شول .
دغه عملیات چې تېره  ورځ  د یادو ځواکونو له لورې  د  بټی کوت   ولسوالۍ  اړوند یو شمېر سیمو کې  د وسله والو طالبانو  څخه  د  پاکوالي په موخه ترسره شوي ول   ۱۳ تنه وسله وال طالبان  په کې وژل شوي او ملي  پولیسو  ته په کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
د وژل شوو  وسله والو طالبانو څخه  ۷  میله کلاشینکوفونه ،۵  میله پیکا او یو دانه راکټ اچونکی   هم  د ملي  پولیسو لاس ته ورغلي دي  او ځایي ولسي وګړو ته  هیڅ زیان نه دی اوښتی .
د هېواد ملی پوليس د  هرې  ورځې په  تېرېدو سره  د پياوړتيا په  حال کې دي  او  تل  دا هڅه کوي چې  د  ورانکارو  کړنو  مخه ونيسي ترڅو  هغه  ترهګرو ته  چې غواړي  د هېواد  سولې  او  ثبات  ته  خنډ  وګرځي  غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd990j.yt0kf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته