دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 85641
صدیقي: د ننګرهار بټي کوټ او چپرهار له وسله والو تصفیه شوي دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ننګرهار ولایت کې یې یو لړ پوځي عملیات کړي چې؛ په نتیجه کې یې وسله وال مخالفین د بټي کوټ او چپرهار له ولسوالیو شړل شوي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ ملي پولیسو د ملي اردو په ملاتړ په بټي کوټ، حصارک، چپرهار او شیرزادو ولسوالۍ کې دا عملیات د انتخاباتو د امنیت د لا ښه ټینګښت په هدف وکړل.
"هغه عملیات چې نن سهار په بټي کوټ کې وشول فوق العاده مهم وو؛ د بټي کوټ او چپرهار ولسوالۍ په بشپړه توګه تصفیه شوې او وسله وال مخالفین هم په کې له منځه تللي دي."
ښاغلي صدیقي وویل د انتخاباتو د امنیت د ښه والي په هدف په څو نورو ولایتونو کې هم عملیات پیل شوي چې تر ډېره یې نتایج د قناعت وړ دي.
له دې مخکې په ننګرهار کې د کمنډو ځواکونو د لومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول احمد جاوید سلیم آزادي راډيو ته وویل چې؛ په بټي کوت کې په پرونیو عملیاتو کې یوولس وسله وال طالبان وژل شوي.
طالب ویاندذبیح الله مجاهد د خپلو اوو ملګرو وژنه تایید کړې؛ خو ادعا یې کړې چې افغان ځواکونو ته یې هم مرګژوبله اړولې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb80bw.rhbsap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته