دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۳۸
د مطلب کود : 85643
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له لسټ څخه ۱۹ تنه حذف شول
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي؛ د بیلابیلو ولایتونو د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له لیسټ څخه ۱۹ تنه حذف شول.
د دغه کمیسیون ویاند نادرمحسني نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ دا نولس تنه د هغو ۷۴ کسانو په ډله کې وو چې؛ دوسیې یې د څیړلو لپاره یاد کمیسیون ته سپارل شوې وې.
ښاغلي محسني وویل، د اکثرو حذف شوي کسانو عمرونه د کاندیداتورۍ په معیار برابر نه او په اسنادو کې یې هم ستونزې وې.
د افغانستان د ولایتي شوراګانو لپاره شاوخوا ۲۷۰۰ تنه کاندید شوي چې؛ تمه ده رسمي کمپاین یې د کب په دیارلسمه پیل او یوه میاشت دوام وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcds90j.yt0ko6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته