دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 85644
جمهور رئيس کرزي د قرغزستان د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزي د قرغزستان د بهرنيو چارو له وزير ايرلان عادل بایف سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، سیمه ییزو همکاريو په ځانګړې توګه د اوبو او برېښنا او د قرغزستان- تاجکستان له هېوادونو د افغانستان له لارې پاکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ په نوم د برېښنا لېږدولو د پروژو په اړه خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د هېواد جمهور رئيس او د قرغزستان د بهرنيو چارو وزیر د سيمې هېوادونو د زېرمو د پراختیا په برخه کې د برېښنا او د اورګاډي د پټلۍ په ارزښت ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې په دې برخه کې دواړه هېوادونه خپلې همکارۍ پراخه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceep8v.jh8nei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته