دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۷
د مطلب کود : 85739
کرېکټ: افغانستان اسټرالیا ته ماتې ورکړه
د افغانستان تر ۱۹ کلنو ټيټ عمره ملي لوبډلې نن( فبروري ۱۷ )په عربي متحده اماراتو کې خپلې سیالې استراليايي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبې د ۲۰۱۴ کال نړیوالې اتلولۍ دي، چې د جمعې په ورځ پیل شوي دي.
افغان لوبډلې د خپلې تېرې لوبې پرتله نن ډېره ښه لوبه وکړه، افغان لوبغاړي په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې ښه وځلېدل.
افغان لوبډلې لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله.
افغان لوبډلې په ټاکل شویو پ۵۰ اورونو کې ۲۵۳ منډې جوړې کړې او د استرالیا لوبډلې ته یې ۲۵۴ منډې هدف کېښود.
که څه هم د افغانستان لومړی لوبغاړی په سر کې وسوځېد خو پر لوبه یې خپل واک له لاسه ورنه کړ او تر پایه وتوانېدل چې ښه لوبه وکړي.
په افغان منډه جوړونکو کې محمد مجتبی ۷۵، احسان الله ۶۳ او حشمت شهیدي ۵۷ منډې جوړې کړې.
د استرالیا د سر څو لوبغاړي وتوانېدل چې تر یوه حده پر ویکټو ودریږي او یو دوه ځله یې یو څه اوږده ملګرتیا هم وکړه.
خو افغان توپ اچونکو پرېنښول چې تر ډېره مقاومت وکړي چې په دې سره افغانستان په ۳۷ منډو د استرالیا لوبډله ماته کړه.
د ځینو په آند په کرېکټ کې د افغانستان له خوا استرالیا ته ماتې ورکول داسې بریښي لکه چې د افغانستان د فټبال لوبډله د برازیل فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د دغې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان بنګله دیش ته بایللې وه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjhaeo.uqeitz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته