کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګو ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان او دوه تنه د قتل په تور ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 دلو 1392 ساعت 14:55


د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان خیلو،زرنۍ او هاشم خیلو سیمو کې د ګډو کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي .
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د سړک ترغاړې څلور بوشکې چاودیدونکې توکې،درې موټرسایکلونه او یوه اندازه نور چاودیدونکې توکې هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د مرکز میدان ښار په سره پله او شهاب الدین سیمه کې هم امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړل،چې له امله یې یوه اندازه مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.
د یو بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو تېره شپه د یو سیمه ییز پولیس په ګډون دوه تنه په نرخ ولسوالۍ کې د یوه تن د قتل او یو بل تن د ټپي کېدو په تور نیولي،چې دا مهال ترې پوښتنې رواني دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .


د مطلب کود: 85797

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85797/په-میدان-وردګو-ولایت-کې-د-عملیاتو-ترڅ-درې-وسله-وال-طالبان-او-دوه-تنه-قتل-تور-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com