دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۹
د مطلب کود : 85826
سعادت: د انتخاباتي شکایتونو ولایتي کمشنران باید د امینتي ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون یو سلو دوو ولایتي کمشنرانو نن د لوړې مراسم پرځای کړل.
دوی ته په وینا کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رییس عبدالستار سعادت وویل چې؛ ولایتي کمشنران به د ناامنیو او ګواښونو له ستونزو سره مخ وي؛ خو باید چې په وړاندې یې مقاومت وکړي.
د دې کمیسون ویاند نادر محسیني نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې؛ دغو کمشنرانو ته به په کابل کې یو روزنیز سیمنار ونیول شي او اونۍ وروسته په خپلو ولایتونو کې په کار پیل وکړي.
هر ولایت ته درې کمشنران ټاکل شوي چې؛ د انتخاباتو په اړه شکایتونه به څیړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3797.ak9nx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته